تفصيل نېټه: چار شنبه, 11 دیسمبر 2013 13:05 لیکوال: ذبیح الله مجاهد بـــــرخه: نورخبرونه كـــتني: 64
تيره ورځ د کابل ادارې د استخباراتو مزدور ارګان ادعا وکړه چې په دا وروستیو کې يې په کابل کې د مجاهدينو د ۹ بريدونو مخه نيولې، فدايي مجاهدين او ځينې نور مسئولين يې نيولي، او وسائل يې لاسته ورغلي او ځنې نورې ادعا ګانې!!!.
موږ د دښمن دغه راز پوچ تبلیغات په کلکه ردوو، په کابل کې زموږ د هيڅ کوم بريد مخه چا نه ده نيولي، او د فرصتونو په رارسيدو سره به زموږ هر برید په بريالیتوب سره ترسره کيږي، د دښمن استخباراتي ارګان پخواهم داسې پروپاګند خپراوه، خو په عمل کې ثابته شوي ده چې مجاهدين که کله وغواړي خپل هدف ته ځان رسولی شي اوخپل عملیات په بريالیتوب سره ترسره کولای شي، بزدله دښمن چې د محاربې په ټولو ډګرونوکې مات شوی دی، هڅه کوي صرف په مطبوعاتو کې ځان فعال معرفي کړي او د خلکو د اذهانو د خرابولو کوښښ وکړي، موږ يې ادعاوي ردوو او کلکه به هم په داسې افواهاتو سره د مجاهدینو د کوم برید چې په خورا دقت او ځيرکتیا سره طرحه کيږي، مخه ونه شي نیولی .
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۲/۸هـ ق
۱۳۹۲/۹/۲۰هـ ش ــ 2013/12/11م
افغانستان